۰

ننګرهار کې درې مېرمنې وژل شوې دي

یکشنبه ۱۶ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۱۳:۲۶
سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې درې مېرمنې په مرموز ډول وژل شوې چې یوه یې مور او دوه یې لوڼې دي.
ننګرهار کې درې مېرمنې وژل شوې دي
سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې درې مېرمنې په مرموز ډول وژل شوې چې یوه یې مور او دوه یې لوڼې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون شنبې د غبرګولي ۱۵ مه ماښام مهال د جلال آباد ښار د اومې ناحیې په چکنور سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، د وژل شویو مېرمنو عمرونه د ۲۵ او ۵۰ کلونو تر منځ دي، چې یوه پکې مور او دوه یې لوڼې دي.

دی وايي، د پېښې لامل کورنۍ ستونزې دي خو په اړه یې څېړنې روانې دي.

د والي ویاند زیاتوي، چې د پېښې په تړاو یو تن نیول شوی او د نورو د نیولو هڅې هم روانې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې هم د همدې ولایت د مومند درې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي خپل پلار د خسر په همکارۍ په دوربابا ولسوالۍ کې په چاړه حلال کړی وو.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي