۰
ننګرهار:

د پاکستان وېزې اخیستو پر مهال ۲۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

چهارشنبه ۳۰ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۹
سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د پاکستان د وېزې اخیستو لپاره د نوم لیکنې په ګڼه ګوڼه کې ۲۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پاکستان وېزې اخیستو پر مهال ۲۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د پاکستان د وېزې اخیستو لپاره د نوم لیکنې په ګڼه ګوڼه کې ۲۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نن چهارشنبې د تلې ۳۰ مه د جلال آباد ښار د فوټبال په میدان کې زرګونه کسان د پاکستان د وېزې تر لاسه کولو لپاره نوم لیکنې ته راټول شوي وو.

ځايي چارواکی وايي، په دغه ګڼه ګوڼه کې ۱۱ ښځو ژوند له لاسه ورکړی او دغه راز د ۹ ښځو په ګډون ۱۲ تنه ټپیان شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیانی زیاتوي، دا ارقام وروستي نه دي ښايي تغیر په کې راشي.

په ورته وخت کې د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، روغتون ته ۱۲ ټپیان وروړل شوي، چې درې یې نارینه او نورې تولې مېرمنې دي، چې د ځينو حالت نازک دی.

د یادونې ده، چې ننګرهار کې د پاکستان د وېزې ورکړه له تېرو څو ورځو راهیسې بنده وه، چې نن سهار پیل او زرګونه کسان ورته راغلي وو.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي