د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، ډير ژر به له وسله والو طالبانو څخه د سمنګان ولایت د پروني برید غچ واخلي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملي امنیت نن سې شنبه د چنګاښ۲۴مه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، افغان ځواکونه او جنګي قطعې د تیارسئ په حالت کې دي.
په اعلامیه کې ویل شوي«د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست د سمنګان ولایت د ډله ییزو بریدونو په ځواب کې، د خپلو ځواکونو ټولې عملیاتي او جنګي قطعې تیارسی حالت ته راوستي، دي او ډير ژر به د طالبانو او د دوی د بهرنیو ترهګرې ډلې وځپل شي او له دوی څخه به د پرونیو بریدونو غچ واخیستل شي.»
د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست ویلي، هېڅ کله به د خپلو سرتیرو قربانۍ هیري نه کړي.
دغه ریاست وايي، طالبانو په دې وروستیو کې بریدونه زیات کړي چې په وینا یې د نورو بهرنیو وسله والو ډلو ترڅنګ په ځانګړي ډول د القاعده شبکې په مرسته یې پلان او پلې کوي.
سرچینې زیاته کړې، چې طالبان د سولې هوکړې ته ژمن نه دي او په وینا یې د سولې په اړه یې د افغان حکومت ښه نیت بابیزه ګڼلی دی.
د یادونې ده، چې پرون دوشنبه د سمنګان ولایت مرکز ابیک کې د ملي امنیت عمومي ریاست پر ودانۍ د وسله والو طالبانو په موټر بم او ډله ییز برید کې ۱۱ تنه و وژل شول او ۶۳ نور ټپيان شول.
د دغه برید مسؤلیت طالبانو په غاړه واخیست.
جمهورخبري آژانس:کابل