د ملي امنیت عمومي ریاست په پکتیکا ولایت کې د حقاني شبکې د پنځو تنو غړو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، نیول شوې ډلې په مقناطسي ماین چاودنو او هدفي وژنو کې لاس درلود.
د سرچینې په وینا د دغه ډلې مشرۍ د نقیب اله په نوم یو کس چې په عبدالحی مشهور و کوله او په خوست، پکتیا او پکتیکا کې یې ترهګریز فعالیتونه درلودل.
د ملي امنیت ریاست زیاته کړې، چې دغه ډلې د پاکستان له استخباراتي ادارې ای اېس ای سره اړیکې درلودې.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، یادې ډلې په وروستیو کې پلان درلود چې د پکتیکا د مرکز ښرنې په ګڼه ګوڼه کې موټر بم چاودنه ترسره کړي.
طالبانو او حقاني شبکې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل