پکتیکا کې د حقاني شبکې پنځه کسیزه ډله نیول شوې ده

23 جدی 1399 ساعت 7:51

د ملي امنیت عمومي ریاست په پکتیکا ولایت کې د حقاني شبکې د پنځو تنو غړو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.


د ملي امنیت عمومي ریاست په پکتیکا ولایت کې د حقاني شبکې د پنځو تنو غړو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، نیول شوې ډلې په مقناطسي ماین چاودنو او هدفي وژنو کې لاس درلود.

د سرچینې په وینا د دغه ډلې مشرۍ د نقیب اله په نوم یو کس چې په عبدالحی مشهور و کوله او په خوست، پکتیا او پکتیکا کې یې ترهګریز فعالیتونه درلودل.

د ملي امنیت ریاست زیاته کړې، چې دغه ډلې د پاکستان له استخباراتي ادارې ای اېس ای سره اړیکې درلودې.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، یادې ډلې په وروستیو کې پلان درلود چې د پکتیکا د مرکز ښرنې په ګڼه ګوڼه کې موټر بم چاودنه ترسره کړي.

طالبانو او حقاني شبکې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 135349

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135349/

جمهور
  https://www.jomhornews.com