ملي امنیت:

ډېر ژر به له طالبانو د سمنګان ولایت د برید غچ واخلو

24 سرطان 1399 ساعت 15:41

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، ډير ژر به له وسله والو طالبانو څخه د سمنګان ولایت د پروني برید غچ واخلي.


د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، ډير ژر به له وسله والو طالبانو څخه د سمنګان ولایت د پروني برید غچ واخلي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ملي امنیت نن سې شنبه د چنګاښ۲۴مه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، افغان ځواکونه او جنګي قطعې د تیارسئ په حالت کې دي.

په اعلامیه کې ویل شوي«د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست د سمنګان ولایت د ډله ییزو بریدونو په ځواب کې، د خپلو ځواکونو ټولې عملیاتي او جنګي قطعې تیارسی حالت ته راوستي، دي او ډير ژر به د طالبانو او د دوی د بهرنیو ترهګرې ډلې وځپل شي او له دوی څخه به د پرونیو بریدونو غچ واخیستل شي.»

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست ویلي، هېڅ کله به د خپلو سرتیرو قربانۍ هیري نه کړي.

دغه ریاست وايي، طالبانو په دې وروستیو کې بریدونه زیات کړي چې په وینا یې د نورو بهرنیو وسله والو ډلو ترڅنګ په ځانګړي ډول د القاعده شبکې په مرسته یې پلان او پلې کوي.

سرچینې زیاته کړې، چې طالبان د سولې هوکړې ته ژمن نه دي او په وینا یې د سولې په اړه یې د افغان حکومت ښه نیت بابیزه ګڼلی دی.

د یادونې ده، چې پرون دوشنبه د سمنګان ولایت مرکز ابیک کې د ملي امنیت عمومي ریاست پر ودانۍ د وسله والو طالبانو په موټر بم او ډله ییز برید کې ۱۱ تنه و وژل شول او ۶۳ نور ټپيان شول.

د دغه برید مسؤلیت طالبانو په غاړه واخیست.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 129519

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129519/

جمهور
  https://www.jomhornews.com