۰

کابل کې د ماین اېښودونکو یوه کړۍ نیول شوې ده

دوشنبه ۱۰ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۰۶
د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، ځانګړو ځواکونو یې کابل کې د طالبانو د ماین اېښودونکو یوه کړۍ نیولې ده.
کابل کې د ماین اېښودونکو یوه کړۍ نیول شوې ده
د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، ځانګړو ځواکونو یې کابل کې د طالبانو د ماین اېښودونکو یوه کړۍ نیولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ریاست په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د دغه کړۍ مشري د نقیب الله په نوم کوي.

د سرچینې په وینا نقیب الله چې د یوې درې کسیزه ډلې مشر دی، په کابل ښار کې مقناطسي ماینونه ځای پر ځای کول، چې د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې نیول شوي دي.

که څه هم ملي امنیت د نیول شوي کس ځای او هویت نه دی په ډاګه کړی خو وايي، یاد کس ۱۴ ځلې د امنیتي ځواکونو د قطارونو په اړه طالبانو ته معلومات ورکړي دي.
 
د ملي امنیت ریاست زیاتوي، چې د طالبانو د ښاري کړیو پل یې پیدا کړی او ډېر ژر به دغه کړۍ هم ونیول شي.

دغه ریاست وایي، طالبان د کوټې شورا په لارښوونه په دې هڅه کې دي، چې د ګڼې ګوڼې په ځایونو کې خونړي بریدونه وکړي او وروسته یې له مسوولیت اخیستو انکار وکړي.

طالبانو تر اوسه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې په کابل کې د مقناطسي ماینونو چاودنې زیاتې شوې دي.

همدا نن د کابل ښار د چهلستون په سیمه کې هم یوه چاودنه شوې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي