۰

د سمنګان د ملي امنیت ریاست مخې ته درنه چاودنه شوې

دوشنبه ۲۳ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۳۴
راپورونه وایي، د سمنګان ولایت د ملي امنیت ریاست او شاوالۍ مخې ته درنه چاودنه شوې، او ګڼو خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د سمنګان د ملي امنیت ریاست مخې ته درنه چاودنه شوې
راپورونه وایي، د سمنګان ولایت د ملي امنیت ریاست او شاوالۍ مخې ته درنه چاودنه شوې، او ګڼو خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه نن دوشنبې د چنګاښ ۲۳ مه غرمه مهال د سمنګان ولایت مرکز ایبک ښار کې رامنځ ته شوې ده.

د سمنګان د والي ویاند صدیق عزیزي تاییدوي، چې د ملي امنیت ریاست او ښاروالۍ مخې ته درنه چاودنه شوې، چې په وینا يې ښايي موټر بم وي.

نوموړي د مرګ ژوبلې او زیان په اړه نور جزیات ورنه کړل، خو ویې ویل، چې له پټلونو ورروسته به معلومات له رسنیو سره شریک کړي.

په ورته وخت کې عیني شاهدان وايي، تر چاودنې وروسته د ډزو غږونه هم اورېدل شوي، خو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

بل خوا د ایبک ښار د ملکي روغتون سرچینې وايي، د پېښې له ځایه تر اوسه دوی ته له ۴۰ زیات ټپیان وروړل شوي دي، خو دا چې ملکي دي، که نظامي په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.

تر اوسه د برید مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:سمنګان
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي