۰
ناټو:

طالبان د بریدونه کم او د امریکا سره هوکړه دې عملي کړي

سی شنبه ۲۶ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۹:۵۸
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ یو ځل بیا له طالبانو غوښتي، چې تاوتریخوالی کم کړي او د امریکا سره کړې هوکړه په ټوله مانا عملي کړي.
طالبان د بریدونه کم او د امریکا سره هوکړه دې عملي کړي
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ یو ځل بیا له طالبانو غوښتي، چې تاوتریخوالی کم کړي او د امریکا سره کړې هوکړه په ټوله مانا عملي کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي سټولټنبرګ دغه څرګندونې نن سه شنبې د وري ۲۶ مه د ناټو د دفاع وزیرانو له غونډې یوه ورځ وړاندې په یوه خبري کنفرانس کې کړي دي.

ښاغلي ستولتنبرګ پر طالبانو یو ځل بیا غږ وکړ، چې له امریکا سره شوې هوکړې ته ژمن پاتې شي او افغانستان کې تاوتریخوالی کم کړي.

نوموړي و ویل،«موږ په طالبانو غږ کوو چې خپلو بریدونو کې کمښت راولي او په ټوله معنا امریکا سره شوې هوکړې ته ژمن پاتې شي، ځکه د تاوتریخوالي کمېدل یوازینۍ لار ده چې افغانستان کې د یوې تلپاتې سولې پېلامه ګرځېدای شي.»

د ناټو سرمنشي دغه راز له افغانستان څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او زیاته یې کړه چې د سولې په پروسې کې به ناټو د افغان امنیتي ځواکونو ملګرې وي.

ټاکل شوې سبا د ویډیو کنفرانس له لارې د ناټو د دفاع وزیرانو ناسته ترسره شي، چې دا ځل د خبرو اصلي محور کورونا ویروس دی، خو ترڅنګ یې د نړۍ پر امنیتي وضعیت هم خبرې کېږي.

ناټو پر داسې مهال له طالبانو څخه د بریدونو د کمولو غوښتنه کړې، چې په تېره یوه اوونۍ کې دوه ځلې امریکایي چارواکو په قطر کې له طالب استازو سره د تاوتریخوالي په کمولو او د سولې تړون په عملي کولو خبرې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي