۰
د ناټو سرمنشي:

افغانستان کې خپل غیر پوځي حضور ساتو او د افغان ځواکونو مالي ملاتړ ډېروو

سی شنبه ۱۱ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۱۵:۴۶
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وايي، له افغانستانه یې د ځواکونو ایستل له دې هېواد سره د اړیکو پرېکولو په مانا نه دي، بلکې خپل غیرپوځي حضور ته به دوام ورکړي.
افغانستان کې خپل غیر پوځي حضور ساتو او د افغان ځواکونو مالي ملاتړ ډېروو
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وايي، له افغانستانه یې د ځواکونو ایستل له دې هېواد سره د اړیکو پرېکولو په مانا نه دي، بلکې خپل غیرپوځي حضور ته به دوام ورکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي سټولټنبرګ دغه څرګندونې پرون دوشنبې د غبرګولي ۱۰ مه بروکسل کې یوې خبري ناستې ته کړې او ټینګار یې کړي، چې ناټو به له افغان ځواکونو د ملاتړ په هدف دغه هېواد کې خپل غیر پوځي حضور ته دوام ورکړي.

که څه هم دی د افغانستان اوسنی شرایط ستونزمن بولي او په وینا یې د پرمختګ لپاره یې کومه اسانه لار نشته خو زیاته کړې یې ده، چې ناټو به د خپل ماموریت له ختمېدو سره له نورو لارو له افغانستان څخه ملاتړ زیات کړي.

ده ویلي«موږ د افغانستان څخه د ملاتړ زیاتوالي په حال کې یو، تر ټولو لومړی، موږ په افغانستان کې خپل غیر پوځي حضور ساتو، تر څو افغانستان کې امنیتي بنسټونو ته مشورې ورکړو او ظرفیت یې لوړ کړو... موږ غواړو چې له هیواد څخه بهر افغان سرتیرو ته د روزنې زمینه برابره کړو.»

سټولټنبرګ وايي، که څه هم د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره به افغانستان له ستونزو سره مخ شي، خو په خبره یې افغان ځواکونه پیاوړي دي او ناټو به موجوده ستونزو ته په کتو د یادو سرتېرو ملاتړ ته دوام ورکړي.

د ناټو سرمنشي ټينګار وکړ، چې په ځینو مرحلو کې افغانان د خپل ټول راتلوونکې مسؤلیت باید په خپله غاړه واخلي او په افغانستان کې د تلپاتې سولې ټینګېدل په افغانانو او په افغان مشرانو پوري اړه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي