۰
د ناټو سرمنشي:

د سولې خبرو کې د پرمختګ هرکلی کوم، اوس مهمه ده هر اړخیز اوربند وشي

پنجشنبه ۱۳ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۳۹
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ په بین الافغاني خبرو کې د وروستي پرمختګ څخه هرکلی کړی دی.
د سولې خبرو کې د پرمختګ هرکلی کوم، اوس مهمه ده هر اړخیز اوربند وشي
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ په بین الافغاني خبرو کې د وروستي پرمختګ څخه هرکلی کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د پلاویو تر منځ د مقدمې په ګډون د مذاکراتو پر کړنلارې تر توافق وروسته ښاغلي سټولټنبرګ پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي«زه په دوحه کې د شوې پرمختګ، چې موږ په افغانستان کې سولې ته یو ګام نژدې کوي، هرکلی کوم. اوس مهمه دا ده چې نور چټک پرمختګ ووینو او هراړخیز اوربند وشي.»

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ زیاته کړې، افغانان د دې حق لري چې سوله ولري او ناټو د افغانستان د سولې د پروسې ملاتړ کوي.

د یادونې ده، چې د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاویو تر منځ پرون چهارشنبې د لیندۍ ۱۲ مه دوحه کې ناسته شوې او دواړو لورو د مقدمې په ګډون د مذاکراتو پر اصولو توافق کړی دی.

تر دغه توافق وروسته دواړو لورو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، ګډې کاري کمېټې ته یې دنده سپارلې، چې د مذاکراتو د اجنډا موضوعات ترتیب کړي، تر څو رسمي خبرې پیل شي.

باید و ویل شي، چې تر دغه توافق وروسته، کابل کې د اروپايي ټولنې سفیرانو، امریکا او برېتانیا هم په بېړني اوربند ټینګار کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي