۰

ناټو:د کابل نړیوال هوايي ډګر باید پرانستی وي

چهارشنبه ۳ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۱۶
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ ویلي، له افغانستانه د افغانانو او بهرنیانو د ایستلو لپاره د کابل د نړیوال هوايي ډګر پر باید پرانستی وي.
ناټو:د کابل نړیوال هوايي ډګر باید پرانستی وي
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ ویلي، له افغانستانه د افغانانو او بهرنیانو د ایستلو لپاره د کابل د نړیوال هوايي ډګر پر باید پرانستی وي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي پرون سه شنبې د جي ۷ یا سترو صعنتي هېوادونو په انلاین غونده کې چې په هوايي ډګر کې د ناټو سلګونه کارکوونکي او قراردادیان د ترافیک د کنټرول، د سونګ موادو د مهیا کولو او ارتباطاتو په شان حساس خدمات وړاندې کوي.

د ناټو سرمنشي، تر ممکنه حده پورې په اغېزمن ډول د خلکو په ایستلو کې د ناټو د همږغي د رول پر اړتیا ټینګار وکړ ویې ویل، دا مهمه ده، هغه بریاوې چې افغانانو په تېرو ۲۰ کلونو کې د ټولې نړیوالې ټولنې په مرسته ترلاسه کړي، باید خوندي پاتې شي.

ستولتنبرګ د ناټو د لومړیتوب په توګه یادونه وکړه چې افغانستان باید د تروریستانو پر خوندي پناهځای بدل نه شي او له افغانستانه د ناټو پر هېڅ غړي باید تروریستي برید ونه شي.

نوموړي دا هم زیاته کړه، چې ناټو به د نړیوال تروریزم پر ضد مبارزې ته دوام ورکړي او دا به یقیني کړي چې افغانستان بیا د ترهګرو پر ځالې بدل نه شي.

ناټو پر داسې مهال د کابل د هوايي ډګر د پرانستو غوښتنه کوي، چې طالبانو ویلي د اګست تر ۳۱ مې پورې ټول بهرنیان له افغانستانه ووځي او میدان دوی ته وسپاري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي