۰

د چین ولسمشر، افغان ولسمشر غتی ته د بریا مبارکي او د همکارۍ ډاډ ورکړی دی

پنجشنبه ۲۹ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۵۹
ارګ وايي، د چین ولسمشر شي جین پېنګ افغان ولسمشر غني ته د بیا ولسمشر کېدو مبارکي او له افغانستان سره د هر اړخیزه همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
د چین ولسمشر، افغان ولسمشر غتی ته د بریا مبارکي او د همکارۍ ډاډ ورکړی دی
ارګ وايي، د چین ولسمشر شي جین پېنګ افغان ولسمشر غني ته د بیا ولسمشر کېدو مبارکي او له افغانستان سره د هر اړخیزه همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي پېنګ ولسمشر غني ته په لېږلي لیک کې افغانستان خپل ستراتېژيک ملګری بللی او ویلي یې دي، چې د افغانستان هر اړخیزه مرستې ته چمتو دی.
 
ارګ وايي، پیغام کې د چین ولسمشر محمد اشرف غني ته په ولسمشریزو ټاکنو کې د بیا ټاکل کېدو مبارکي ویلې او هیله‌یې څرګنده کړې چې افغانستان به ژر تلپاتې سولې ته ورسېږي.

د چین ولسمشر دې پيغام کې محمد اشرف غني سره د ګډ کار د دوام غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د کابل او پېنګ همکارۍ باید نوي پړاو ته ورسول شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي