۰

ترکمنستان افغانستان کې د کرونا د ټسټ مرکزونه جوړوي

چهارشنبه ۷ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۸:۰۵
ارګ وايي، ولسمشر محمد اشرف غني د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بردی محمدوف سره تلېفوني اړیکه کې د افغانستان او ترکمنستان تر منځ داقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.
ترکمنستان افغانستان کې د کرونا د ټسټ مرکزونه جوړوي
ارګ وايي، ولسمشر محمد  اشرف غني د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بردی محمدوف سره تلېفوني اړیکه کې د افغانستان او ترکمنستان تر منځ داقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې  دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ارګ نن چهارشنبې د غبرګولي ۷ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي په دغه اړیکه کې د سیمې د اقتصادي پراختیا او ترازیټ ستونزو پر حل هم خبرې شوې دي.

ارګ وايي، د ترکمنستان ولسمشر ژمنه وکړه، چې هېواد به یې  د افغانستان په تورغندۍ او اندخوی بندرونه کې د کرونا د ټسټ دوه مرکزونه جوړوي او دغه راز لارۍ موټر به ضد عفوني کوي.

ولسمشر غني د ښاغلي محمدوف د دغه ژمنې څخه مننه وکړه او ویلي یې دي، چې دا به د کرونا په مخنوي کې ګټور تمام شي.

ښاغلي زیاته کړې، چې دغه موضوع باید د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه پرې خبرې وشي.

ترکمنستان پر داسې  مهال په تورغندۍ او  اندخوی بندرونو کې  د کرونا ټسټ مرکزونه جوړوي، چې  افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۱۲۴۵۶ تنو ته رسېدلی دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي