۰

ولسمشرغني د امریکا له بهرنیو چارو وزیر سره پر افغان سوله خبرې کړې دي

پنجشنبه ۳۰ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۳۲
ارګ وايي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن سره پر افغان سوله تلېفوني خبرې کړې دي.
ولسمشرغني د امریکا له بهرنیو چارو وزیر سره پر افغان سوله خبرې کړې دي
ارګ وايي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن سره پر افغان سوله تلېفوني خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ارګ خبرپاڼې زیاته کړې، چې دغه تلېفوني خبرې پرون چهارشنبې د سلواغې ۲۹ مه ماښام مهال شوې دي.

سرچینې زیاته کړې، چې دواړو لورو په دوه اړخیزه اړیکو، دوه اړخیزه همکاریو او په ځانګړي ډول د سولې په اړه خبرې اترې وکړې.

خبرپانه کې ویل شوي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان د خلکو په ځانګړي ډول د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو قربانۍ وستایلې.

په ورته وخت کې ولسمشر غني زیاته کړې، چې افغان دولت او د افغانستان خلک تل پاتې او باغزته سولې ته کلک ژمن دي او غواړي، چې هېواد کې یې تل پاتې سوله وي.

د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغه تلېفوني مکالمه کې د سولې پروسې پر بریالیتوب، سیمه ییزې او نړیوالې دیپلوماسۍ په اړه هم خبرې وشوې.

ولسمشر غني او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پر داسې مهال د سولې په اړه تلېفوني خبرې کوي، چې له یوې خوا قطر کې بین الافغاني خبرې نېږدې په ټپه درېدلې او له بلې خوا د ناټو دفاع وزیرانو غونډه کې به نن د افغانستان په اړه مهمه پرېکړه وشي.

د ناټو د دفاع وزیرانو مهم پرېکړه به دا وي، چې افغانستان کې بهرني سرتېري پاتي شي او که ووځي، خو ناټو ویلي، چې دوی به شرایطو ته په کتو د سرتېرو په اړه ګډه پرېکړه کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي