۰

د امنیتي سکتور د ځان بسیاینې منظمې طرحې او پلانونه د عملي کېدو په حال کې دي

شنبی ۳ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۲۵
ارګ وايي، د حکومت مشرتابه د افغان ځواکونو د ځان بسیاینې منظمې طرحې او پلانونونو د عملي کېدو ارزونه وکړه.
د امنیتي سکتور د ځان بسیاینې منظمې طرحې او پلانونه د عملي کېدو په حال کې دي
ارګ وايي، د حکومت مشرتابه د افغان ځواکونو د ځان بسیاینې منظمې طرحې او پلانونونو د عملي کېدو ارزونه وکړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ارګ خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر غني نن شنبې د لړم ۳ مه د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د اصلاحاتو او پیاوړتیا کنفرانس په اختتامیه مراسمو کې چې په چهار چنار ماڼۍ کې جوړ شوی و، ګډون او وینا وکړه.

سرچینه زیاتوي، په دغه کنفرانس کې لومړی د ملي امنیت شورا د امنیتي اصلاحاتو سکتور او ځان بسیاینې رئیس نجیب الله وردګ، د ستراتېژۍ او پالیسۍ په چارو کې د ملي دفاع وزارت مرستیال عبدالحی رؤف، د تامیناتو، ټکنالوژۍ او لوجستیک په چارو کې د ملي دفاع وزارت مرستیال عبدالله رقیبي او په تامیناتي چارو کې د کورنیوچارو وزارت مرستیال ریاض درمل په امنیتي او دفاعي ځواکونو کې د اصلاحاتو او پیاوړتیا په اړه د خپلوبحثونو معلومات وړاندې کړل.

خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه کنفرانس د امنیتي او دفاعي بنسټونو په مسوولیتونو او عمده دندو کې د تفکیک په رامنځته کولو، په تدارکاتي پروسو او د ښوونې او روزنې بهیرونو کې ستونزې تشخیص او ورته حللارې په نښه کړې او اوس د هیواد امنیتي او دفاعي بنسټونه د خپلو لګښتونو او سپما ارقام په لاس کې لري.

په دغه کنفرانس کې د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب ویلي، یاد کنفرانس د هیواد د اوسني امنیتي وضعیت د هر اړخیز تحلیل لپاره ګټور دی او د ټولو ستونزو د ارزولو او پرمختګونو لپاره به په هرو دریو میاشتو کې دغه کنفرانس جوړېږي.

دی وایي، د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ځای پر ځای کولو سالم مدیریت د عوایدو په زیاتولو کې د امنیتي سکتور رول غښتلی کوي او شفافیت ته په کې جدي پاملرنه کېږي، ترڅو افغانستان وکولی شي د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو لګښتونه پخپله برابر کړي.

ښاغلي محب د ټیټ پوړو امنیتي مسوولینو او د رهبرۍ ترمنځ د همغږۍ زیاتوالي ته په اشارې وویل، یاد کنفرانس د هیواد د امنیتي سکتور ستونزې په واضح ډول ارزولي او د حل لپار یې عاجل اقدامات کوو.

په پای کې ولسمشر غني د امنیتي او دفاعي ځواکونو د دوامداره قربانیو او سرښندنو د مننې تر څنګ و ویل، چې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د اصلاحاتو او پیاوړتیا کنفرانس د ځان بسیاینې، خودمختارۍ، اصلاحاتو او پیاوړتیا پروسه کې نظم زیات کړ.
 
ښاغلي غني د یاد کنفرانس د بحثونو اغېز ته په اشارې وویل، د ستونزو واضح تعریف رامنځته شوی او د حل لپاره یې د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب ته مشخصې لارښوونې وکړې.

ولسمشر غني ویلي، د امنیتي سکتور د ځان بسیاینې لپاره منظمې طرحې او پلانونه شته او د عملي کېدو په حال کې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي