۰

ډونالډ ټرمپ او مېرمن یې هند ته ولاړل

دوشنبه ۵ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۱۰
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او مېرمن یې میلانیا ټرامپ په دوه ورځني سفر هند ته ولاړل.
ډونالډ ټرمپ او مېرمن یې هند ته ولاړل
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او مېرمن یې میلانیا ټرامپ په دوه ورځني سفر هند ته ولاړل.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې هندوستان ټایمز ورځپاڼه وايي، د ټرمپ او هند د لومړي وزیر نریندرا مودي خبرې به تر ډېره په افغانستان کې له ترهګرۍ سره پر مبارزې راڅرخي.

هندي ورځپاڼو په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو ویل کېږي، چې له تېرو څو ورځو راهیسې د ټرمپ ورته ته هند خورا  ډېرې تیاریانې نیولې دي.

ټرمپ هند ته تر روانېدو مخکې سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي، فکر کوي، طالبان غواړي معامله وکړي نو امریکا هم ورسره معامله کوي.

نوموړي ویلي، که موقت اوربند دوام وکړي، چمتو دی، چې له طالبانو سره د سولې هوکړه لاسلیک او ان خپل نوم په کې ولیکلي.

ټرمپ پر داسې مهال هند ته سفر کوي، چې د امریکا او طالبانو د هوکړې پر اساس په افغانستان کې د نسبي اوربند یا اورکم اوونۍ پیل شوې ده.

ویل کېږي د دغه اوونۍ له پای ته رسېدو سره سم به د روانې فیرورۍ میاشتې په ۲۹ مه د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه لاسلیک شي.

که څه هم امریکا نه دي ویلي، چې هوکړه به چېرته لاسلیک شي، خو طالبانو ویلي هوکړه به قطر کې لاسلیک شي او د لاسلیک پر مهال به یې د ۲۴ هېوادونو استازي هم شتون ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي