۰

ټرمپ له افغانستان او عراق نه د سرتېرو ایستلو پرېکړه اعلان کړه

چهارشنبه ۲۸ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۰
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له افغانستان او عراق څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو په اړه خپله پرېکړه اعلان کړه.
ټرمپ له افغانستان او عراق نه د سرتېرو ایستلو پرېکړه اعلان کړه
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له افغانستان او عراق څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو په اړه خپله پرېکړه اعلان کړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ ویلي، په راتلونکو څو اونیو کې به ۲۰۰۰ سرتېري له افغانستان او ۵۰۰ زره هغه به له عراق څخه ووځي.

د ټرمپ دغه فرمان په رسمي ډول د امریکا د دفاع وزیر کرسټوفر میلر له خوا اعلان شوی دی او خبریالانو ته یې و ویل، چې د جنوري تر ۱۵ مې پورې له افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر ۲۵۰۰ تنو ته راټیټ شي.

دغه راز د امریکا دفاع وزیر زیاته کړې، چې له عراق څخه به هم ګڼ شمېر سرتېري و ایستل شي او د هغو شمېر به هم ۲۵۰۰ تنه راټیټ شي.

نوموړي زیاته کړې، چې د سرتېرو ایستلو پلان د ترهګرۍ ضد جکړه کې د امریکا په پالیسۍ کې د بدلون په مانا نه دی او دا کار به په داسې ډول تر سره شي، چې د امریکايي پوځیانو، دیپلوماتانو او استخباراتي کارکوونکو څخه به په ښه توګه ساتنه وشي.

د امریکا دفاع وزیر د سرتېرو د ایستلو په اړه د کانګرس په شمول له څو تنو کلیدي مشرانو، د ناټو سرمنشي او افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره هم پرون سه شنبې د لړم ۲۷ مه خبرې کړې دي.

میلر له ښاغلي غنی سره خبرو کې ویلي، په افغانستان کې د سولې هڅې زیاتې شوې او امریکا به د افغان حکومت او دغه هېواد تر څنګ ودرېږي.

افغان حکومت هم تایید کړې، چې ولسمشر غني د امریکا له دفاع وزیر سره د سرتېرو د ایستلو، سولې او دوه اړخیزه اړیکو په اړه خبرې کړې او میلر له افغان ځواکونو د ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

د یادونې ده، چې دا مهال په افغانستان کې ۴۵۰۰ امریکایي پوځیان مېشت دي، چې د جنورۍ تر ۱۵ مې به دغه شمېر ۲۵۰۰ ته راښکته شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي