۰
ډونالډ ټرمپ له کېم جونګ اون سره:

موږ به داسې یوه لانجه حل کړو چې تر اوسه یې څوک په حل نه دي بریالي شوي

سی شنبه ۲۲ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۰۳
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شمالي کوریا له ولسمشر سره تر لیدنو او خبرو اترو وروسته ویلي موږ به یوه لویه لانجه حل کړو داسې یوه ستونزمنه مسله چې تر اوسه یې څوک په حل نه دي بریالي شوي.
موږ به داسې یوه لانجه حل کړو چې تر اوسه یې څوک په حل نه دي بریالي شوي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شمالي کوریا له ولسمشر سره تر لیدنو او خبرو اترو وروسته ویلي موږ به یوه لویه لانجه حل کړو داسې یوه ستونزمنه مسله چې تر اوسه یې څوک په حل نه دي بریالي شوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ زیاته کړې، چې د شمالي کوریا له ولسمشر کېم جونګ اون سره یې خبرې ډېرې ګټورې وې او ډېر ژره به له اټمي وسلو د شمالي کوریا د پاکولو بهیر پیل شي.

ټرمپ او اون نن سه شنبې د غبرګولي ۲۲ مه د سنګاپور په سنتوزا ټاپو کې په یوه مجلل هوټل کې سره وکتل او د بندو دروازو
که څه هم د دغه اسنادو ټول جزیات نه دي خپاره شوي خو ولسمشر ټرمپ خبریالانو ته و ویل« له کېم جونګ اون سره کتنه کې فوق‌العاده بری و، موږ به یوه لویه لانجه حل کړو، داسې یوه ستونزمنه مسئله چې تر اوسه‌یې څوک په حل نه‌و توانېدلي.»
تر شاه یې ۴۵ دقیقې دوه په دوه خبرې وکړې او وروسته یې یو لړ اسناد هم سره لاسلیک کړل.

ټرمپ د اون په اړه خبریالانو ته و ویل«د شمالي کوریا مشر، فوق‌العاده ښه شخصیت لري، ډېر هوښيار دی چې دا دواړه ښه سره لګېږي، هغه با ارزښته مرکچي دی، د خپلو خلکو په استازيتوب یې ډېرې با ارزښتې او هوښيارې مذاکرې وکړې، موږ د ځانونو او د یوه او بل د هېوادونو په اړه ډېره زده‌کړه وکړه.»

د امریکا ولسمشر ټرمپ وړاندې زیاته کړه«ما زده کړل چې هغه «کېم» ډېر مستعد سړی دی او ما زده کړل چې هغه ته خپل هېواد ډېر ګران دی.»

په ورته وخت د شمالي کوریا ولسمشر کېم جونګ اون و ویل چې تر سنګاپوره او له امریکا سره د مذاکرو تر مېزه رسېدل ورته اسان نه‌ وو.

نوموړي زیاته کړه، چې پخوانی تعصب او مخکېني فعالیتونه زموږ د لارې خنډ وو، خو موږ ورباندې تېر شوو او نن دا دی موږ دلته رارسېدلي یوو.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ و ویل، چې له کېم سره یې کتنې او خبرې فوق‌العاده بریالۍ وې او یو لړ مهم اسناد یې هم سره لاسلیک کړي دي.

که څه هم
د امریکا ولسمشر ټرمپ وړاندې زیاته کړه«ما زده کړل چې هغه «کېم» ډېر مستعد سړی دی او ما زده کړل چې هغه ته خپل هېواد ډېر ګران دی.»
د دغه اسنادو ټول جزیات نه دي خپاره شوي خو ولسمشر ټرمپ خبریالانو ته و ویل« له کېم جونګ اون سره کتنه کې فوق‌العاده بری و، موږ به یوه لویه لانجه حل کړو، داسې یوه ستونزمنه مسئله چې تر اوسه‌یې څوک په حل نه‌و توانېدلي.»

راپورونه وايي په سند کې لیکل شوي چې امریکا او شمالي کوریا به د باثباته او پایدارې سولې پروګرام پر مخ بیایي او پیونګ یانګ به د کوریا په ټاپووزمه کې د اټمي وسلو د له ‌منځه وړلو پر لور حرکت کوي.
په سند کې همداراز ویل شوي چې د نننیو مذاکرو او پرېکړو د بیا کتنې او د بحثونو د جاري ساتلو لپاره به د امکان تر حده ژر بیا خبرې کېږي.

راپورونه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر اوسه په سینګاپور کې دی خو د شمالي کوریا ولسمشر کېم جونګ اون خپل هېواد ته ستون شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي