۰
د ټرمپ د ملي امنیت پخوانی سلاکار:

له افغانستان د سرتېرو ایستل یوه ستراتېژيکه او ستره تېروتنه ده

پنجشنبه ۲۹ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۵۷
د امریکا ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت پخوانی سلاکار جان بولټن وايي، په اوسني وضعیت کې له افغانستان څخه د ځواکونو ایستل یوه ستراتېژیکه او ستره تېروتنه ده.
له افغانستان د سرتېرو ایستل یوه ستراتېژيکه او ستره تېروتنه ده
د امریکا ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت پخوانی سلاکار جان بولټن وايي، په اوسني وضعیت کې له افغانستان څخه د ځواکونو ایستل یوه ستراتېژیکه او ستره تېروتنه ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جان بولټن ټینګار کړي، چې په اوسني وضعیت کې له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو ایستل له هېڅ منطق سره سر نه خوري.

نوموړي په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، د دې وخت نه دی چې له افغانستان دې ټول امریکایي عسکر و ایستل شي.

د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار ویلي له دغه هېواد په دومره بېړه د ټولو سرتېرو ایستل په هېڅ منطق نه دي برابر او دا به یوه ستره ستراتيژيکه تېروتنه وي.

جان بولټن هیله څرګنده کړې چې امریکایي حکومت په دې برخه کې له احتیاط کار واخلي.

تر دې وړاندې هم ګڼو امریکايي چارواکو او د امریکايي پوځ اوسنیو او پخوانیو غړو له افغانستان د سرتېرو بېړني وتل ستره تېروتنه بللې او د ټرمپ حکومت یې په بې پروایۍ تورن کړی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړمه ورځ له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د ایستلو پرېکړه اعلان کړه.

د ټرمپ له فرمان وروسته د امریکا نوي سرپرست دفاع وزیر په یوه خبري ناسته کې و ویل، چې تر جنورۍ پورې به افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر ۲۵۰۰ ته راټیټ شي.

د امریکا د ولسمشر تر دغه پرېکړې وروسته د ناټو سازمان هم د سرتېرو ایستلو ته غبرګون وښود او له وخته وړاندې یې د سرتېرو ایستل خطرناک وبلل.

د ناټو سرمشني ینس سټولټنبرګ ویلي، د ناټو هېڅ غړی نه غواړي چې افغانستان کې بې ضرورته پاتې شي، خو په وینا یې په عین وخت کې ژر وتل یا له همږغۍ پرته وتل کېدای شي خورا ګرانه تمام شي.

نوموړي زیاته کړه دا خطر شته چې افغانستان یو وار بیا د تروریستي حملو د پلان جوړولو پر مرکز بدل شي او داعش چې عراق او سوریه یې له لاسه ورکړي، ممکن په افغانستان کې خلافت جوړ کړي.

د ناټو سرمنشي پرون چهارشنبې د لړم ۲۸ مه په همدې اړه له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره هم تلېفوني خبرې کړې دي.

نوموړي ولسمشر غني ته ډاډ ورکړي، چې د امریکايي ځواکونو له وتلو سره سره به ناټو سازمان د افغان ځواکونو روزنې، مشورو او مرستې ته دوام ورکړي.

په ورته وخت کې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هیکو ماس ویلي، له وخته وړاندې د ځواکونو ایستل به افغانستان کې د سولې خبرې له ستونزو سره مخ کړي.

ماس پرون چهارشنبې د لړم ۲۸ مه له افغانستان څخه د ۲۵۰۰ امریکايي سرتېرو ایستلو ته په اشارې ویلي، په دغه کار سره به هغه لاس ته راوڼې له خطر سره مخ شي، چې تر لاسه شوې دي.

نوموړي زیاته کړې« دا موږ ته ډېره مهمه یادونه کوي چې په بېړه ناکو اقداماتو هغه څه له خطر سره مخامخ نه کړو چې تر دې دمه مو تر لاسه کړي دي.»

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، چې حکومت یې له واشنګټن او د ناټو له متحدانو سره په تماس کې دی او په دې غور کوي چې د امریکايي پوځیانو وتل به په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې پر پاتې شاوخوا ۱۲۰۰ جرمني پوځیانو څه اغېز ولري.

نوموړي د افغان دولت او طالبانو د خبرو په اړه ویلي،«موږ په ځانګړي ډول له دې درکه اندېښنه لرو چې د امریکا اعلان به د افغانستان د سولې خبرې څومره اغېزمنې کړي.»

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړي، چې په اوسنیو شریطو کې موږ باید اضافي خنډونه جوړ نه کړو او له افغانستانه د ځواکونو ژر ایستل یقیناً چې خنډونه زیاتوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي