۰
د بې پولې خبریالانو ټولنه:

پاکستان دې پر رسنیو وضع کړي محدودیتونه لرې کړي

چهارشنبه ۳۰ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۰۴
د بې پولې خبریالانو ټولنه له پاکستان څخه غوښتي، چې په دغه هېواد کې پر رسنیو وضع کړي محدویتونه لرې کړي او د بیان آزادۍ ته درناوی وکړي.
پاکستان دې پر رسنیو وضع کړي محدودیتونه لرې کړي
د بې پولې خبریالانو ټولنه له پاکستان څخه غوښتي، چې په دغه هېواد کې پر رسنیو وضع کړي محدویتونه لرې کړي او د بیان آزادۍ ته درناوی وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ټولنه وایي پاکستاني حکومت له څه مودې راهیسې پر رسنیو باندې سخت بندیزونه لګولي دي.

سرچینه زیاتوي، پاکستانی حکومت دې په ټولنیزو او نورو رسنیو محدودیتونه لرې کړي او په دې توګه دې د بیان ازادۍ ته درناوی وکړي.

یادې ټولنې د بیان ازادۍ له نورو نړیوالو بنسټونو سره په ګډه په پاریس کې د خبرو پر مهال ویلي چې پاکستان باید نړیوالو بشري حقونو ته درناوی وکړي او که په دې برخه کې همکاري و نه کړي نو له دغه هېواد به نړیوالو ادارو ته شکایتونه وکړي.

د یادونې ده، چې پاکستانی حکومت له کلونو راهیسې پر رسنیو محدودیتونه وضع کوي، د رسنیو نشرات څاري او حدودو ورته ټاکي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي