۰

۲۰۲۰ کې ۵۰ خبریالان نړۍ کې وژل شوی دی

سی شنبه ۹ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۵۵
د بې پولې خبریالانو سازمان یا آر اېس اېف په یوه تازه راپور کې وايي، ۲۰۲۰ میلادي کال نړۍ کې ۵۰ تنه خبریالان وژل شوي دي.
۲۰۲۰ کې ۵۰ خبریالان نړۍ کې وژل شوی دی
د بې پولې خبریالانو سازمان یا آر اېس اېف په یوه تازه راپور کې وايي، ۲۰۲۰ میلادي کال نړۍ کې ۵۰ تنه خبریالان وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه راپور چې نن سه شنبې د مرغومي ۹ مه خپور شوی په کې راغلي، چې د یادو خبریالانو زیاته برخه په هغو هیوادونو کې وژل شوي چې په سوله کې ژوند کوي.

د راپور پر بنسټ په دغه موده کې تر ټولو زیات خبریالان په مکسیکو، عراق، افغانستان، پاکستان، فلیپین او هند کې وژل شوي دي.

په راپور کې ویل شوي، چې ۸ خبریالان په مکسیکو، ۴ په هند، ۳ فلیپین، ۴ سوریه، ۱یمن، ۵ افغانستان،۶ په عراق، ۴ پاکستان، ۳په هاندوراس کې وژل شوي دي.

د بې پولې خبریالانو سازمان وايي، له یادو خبریالانو څخه ۸۶ سلنه یې په هدفي بریدونو کې وژل شوي چې د دوی له کار سره تړاو لري.

د راپور له مخې په ۲۰۱۹ کال کې په نړۍ کې ۵۳ خبریالان وژل شوي و. او د ۲۰۱۱ کال څخه بیا تر ۲۰۲۰ کال پورې په نړۍ کې ۹۳۷ خبریالان وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو شااوخوا دوو میاشتو شپږ خبریالان په افغانستان کې وژل شوي دي.

یما سیاوش، الیاس داعي، ملاله میوند، رحمت الله نېکزاد، فردین امیني او رفیع صدیقي هغه خبریالان دي، چې په تېره څه کم دوه میاشتو کې په ماین چاودنو، هدفي او مرموزو وژونو کې ژوند له لاسه ورکړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي