د بې پولې ډاکټرانو له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه ویل شوي، په افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېره لوړه شوې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اعلامیه کې زیاته شوې، په ځینو ولایتونو کې یې په کلینکونو کې د هغو ناروغانو شمېره لوړه شوې چې په خوارځواکۍ اخته دي.
بې پولې ډاکترانو ادارې زیاته کړې، چې وچکالي، ناوړه اقتصادي وضعیت، جګړې او کډوالي د دغه ستونزې د پراختیا سبب ده.
سرچینه کاږي، د سمو روغتیايي خدماتو نشتون هم د دې سبب شوی چې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر لوړ شي.
دوی له مرستندویه هېوادونو غوښتي چې د افغانستان د روغتیايي برخې لاسنیوی وکړي، ځکه دمګړ خلک له پراخو ستونزو سره مخ دي او د نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.
جمهورخبري آژانس:کابل