افغانستان کې په خوار ځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر مخ پر زیاتېدو دی

30 قوس 1400 ساعت 9:05

د بې پولې ډاکټرانو له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه ویل شوي، په افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېره لوړه شوې ده.


د بې پولې ډاکټرانو له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه ویل شوي، په افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېره لوړه شوې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې اعلامیه کې زیاته شوې، په ځینو ولایتونو کې یې په کلینکونو کې د هغو ناروغانو شمېره لوړه شوې چې په خوارځواکۍ اخته دي.

بې پولې ډاکترانو ادارې زیاته کړې، چې وچکالي، ناوړه اقتصادي وضعیت، جګړې او کډوالي د دغه ستونزې د پراختیا سبب ده.

سرچینه کاږي، د سمو روغتیايي خدماتو نشتون هم د دې سبب شوی چې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر لوړ شي.

دوی له مرستندویه هېوادونو غوښتي چې د افغانستان د روغتیايي برخې لاسنیوی وکړي، ځکه دمګړ خلک له پراخو ستونزو سره مخ دي او د نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 145893

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145893/

جمهور
  https://www.jomhornews.com