۰
بې پولې ډاکتران:

افغانستان د کرونا له جدي ګواښونو سره مخ دی باید هېر نه شي

دوشنبه ۲۵ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۱۲
د بې پولې ډاکټرانو نړیوال سازمان وايي، د افغانستان روغتیايي سکټور د څو کلنې جګړې له کبله کمزوری شوی اودا هیواد د کورونا پر ضد مبارزه کې له جدي ګواښونو سره مخ دی.
افغانستان د کرونا له جدي ګواښونو سره مخ دی باید هېر نه  شي
د بې پولې ډاکټرانو نړیوال سازمان وايي، د افغانستان روغتیايي سکټور د څو کلنې جګړې له کبله کمزوری شوی اودا هیواد د کورونا پر ضد مبارزه کې له جدي ګواښونو سره مخ دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد سازمان مشر جولیان رکمن ویلي، کورونا ټوله نړۍ زیانمنه کړې ده، خو دوی پر افغانانو غږ کوي چې د ځان او کورنیو ساتنه وکړي.

نوموړي ټینګار کړي، افغانان باید په ځانګړي ډول په هغو خلکو زیات پام وکړي، چې عمر یې زیات دی او د کورونا وایرس له کبله اسیب پذیره دي.

د هغه په وینا د کورونا مخنیوی شونی دي، خو کېدای شي چې د خپرېدو سرعت یې سست کړای شي او د هغو کسانو شمېر راکم کړای شي چې په دې ناروغۍ اخته کېږي.

دی وايي، په افغانستان کې خلک په عادي حالت کې هم جدي مراقبت او درملنې ته اړتیا لري ځکه په دغه هیواد کې طبي پرسونل او تجهیزات خورا کم دي.

هغه ویلي«افغانستان باید هیر نه کړای شي هلته باید د کورونا د مخنیوي لپاره جدي ګامونه واخیستل شي.»

دغه سازمان ویلي، په افغانستان کې یې یوه ډله د کورونا ویروس په اړه روزلې ده تر څو د عفونیت او په صحي مرکزونو کې د وایرس د مدیریت لپاره کار وکړي.

د پولې ډاکترانو نړیوال سازمان دغه اندېښنه پر داسې مهال ښيي، چې په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېء ۶۷۲ تنو ته رسېدلي، چې ۲۱ تنه ترې مړه شوي او ۳۸ نور رغېدلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي