۰

د سولې ملاتړ لپاره د نړېوالې ډلې جوړولو هڅې پیل شوې دي

پنجشنبه ۳ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۰۴
د سولې په چارو کې د دولت وزارت وایي، افغان حکومت د سولې بهیر څخه د نړیوال ملاتړ ډلې د جوړولو هڅې پیل کړې دي.
د سولې ملاتړ لپاره د نړېوالې ډلې جوړولو هڅې پیل شوې دي
د سولې په چارو کې د دولت وزارت وایي، افغان حکومت د سولې بهیر څخه د نړیوال ملاتړ ډلې د جوړولو هڅې پیل کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت زیاتوي، چې د همدې لپاره یې په کابل کې له بهرنیو دیپلوماتانو سره خبرې پیل کړې، چې لا هم دوام لري.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا نړیواله ډله به د افغانستان د سولې أپاره د نړیوالو هڅو د منسجم کولو او په دې برخه کې د اجماع د پیاوړتیا لپاره جوړېږي.
 
خبرپاڼه وايي، د افغان سولې له پروسې څخه د نړیوال ملاتړ ډله د ولسمشر محمداشرف غني د فرمان په اساس جوړېږي، چې رهبري به یې د افغانستان په استازیتوب د سولې په چارو کې د دولت وزارت په غاړه وي.

سرچینه زیاتوي، چې د دغې ډلې د جوړولو لپاره د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي په کابل کې د یو شمیر هېوادونو له سفیرانو سره لیده کاته پیل کړي دي.

ښاغلي رحیمي د دغو لیدو کاتو په لړ کې د روسیې، هسپانیې، ترکمنستان، اندونیزیا او سعودي عربستان له سفیرانو سره په جلا لیدنو کې خبرې کړې دي.

د افغان سولې له پروسې څخه د نړیوال ملاتړ دغه ډله په داسې حال کې جوړېږي، چې تر اوسه طالبانو له افغان حکومت سره د خبرو لپاره د ولسمشر رئیس غني د اوربند شرط نه دی منلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي