۰

ښايي سبا د ولسمشر او عبدالله ترمنځ سیاسی هوکړه لاسلیک شي

سی شنبه ۲۳ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۲۶
د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، په قوي احتمال سره چې د ولسشمر غني او عبدالله ترمنځ سیاسي هوکړه به سبا یا بله ورځ لاسلیک شي.
ښايي سبا د ولسمشر  او عبدالله ترمنځ سیاسی هوکړه لاسلیک شي
د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، په قوي احتمال سره چې د ولسشمر غني او عبدالله ترمنځ سیاسي هوکړه به سبا یا بله ورځ لاسلیک شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت سلاکار عزیرالله فضلي وايي، د حکومت د ننه سیاسي اختلافات په ختمېدودي او د چهار یا پنشنبې په ورځ به د ارګ او سپېدار تر منځ سیاسي هوکړه لاسلیک شي.

په ورته وخت کې فضلي دا هم ویلي، چې د روژې په پاتې ورځو کې د اوربند امکان هم شته او د دې لپاره تر ډېره کار شوی هم دي.

نوموړی وايي، په پام کې ده چې د جهادي مشرانو په شمول یو داسې مذاکراتي پلاوی تشکیل شي چې قوت به يې ښکاره وي او په روژه کې د اوربند لپاره هڅې هم تر ډېره مخته تللې دي.

د یادونې ده، چې پرون د عبدالله عبدالله ویاند هم و ویل، چې دواړو لورو په هوکړه موافقه کړې او واړه واز جزیات یې پاتې چې  کار پرې روان دی او ژر به د نړیوالو ناظرینو په شتون کې لاسلیک شي.

تر دې وړاندې د اروپايي ټولنې سفیر پیري مایدون او د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش هم د سیاسي هوکړې خبر ورکړی و.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي