۰
د طالبانو وروستۍ اعلامیې ته د سولې په چارو کې د دولت وزارت غبرګون:

د پلاوي ټولشمول والی له افغان دولت سره تړاو لري نه له طالبانو سره

یکشنبه ۱۰ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۰
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د طالبانو له لوري د حکومتي پلاوي سره د مخالفت په غبرګون کې ویلي، د پلاوي ټولشمول والی له افغان دولت سره تړاو لري نه له طالبانو سره.
د پلاوي ټولشمول والی له افغان دولت سره تړاو لري نه له طالبانو سره
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د طالبانو له لوري د حکومتي پلاوي سره د مخالفت په غبرګون کې ویلي، د پلاوي ټولشمول والی له افغان دولت سره تړاو لري نه له طالبانو سره.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې افغان حکومت د تېرې جمعې په ورځ د ملي امنیت د پخوانی رییس معصوم ستانکزي په مشرۍ له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره ۲۱ کسیزه پلاوی اعلان کړ.

خو د حکومت د دغه پلاوی تر اعلان یوه ورځ وروسته طالبانو له دغه پلاوی سره مخالفت وښود او ویې ویل، چې دغه پلاوی د ټولو افغاني اړخونو استازولي نه شي کولی.

دغه راز طالبانو ویلي و، دا پلاوی د دوی د دریځ او هغه هوکړې چې د طالبانو او امریکا تر منځ شوې هم خلاف دی.

د طالبانو تر دغه اعلامیې وروسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت تند غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، چې د پلاوی ټول شمول والۍ په طالبانو پورې اړه نه لري.

دغه وزارت په یوه اعلامیه کې د طالبانو دغه څرګندونې د تمې خلاف بللې وايي، مذاکره کوونکی پلاوی د ټولنې له مطرح او اغېزناکو لوریو سره تر پراخو سلا مشورو وروسته ټاکل شوی دی.

په خبرپاڼه کې ټینګار شوي، د خلکو ونډه او د پلاوي ټول شمول والۍ له افغان دولت سره تړاو لري نه له طالبانو سره او طالبان په مذاکراتو کې یوازې د افغانستان اسلامي جمهوریت سره مخامخ دي.

وزارت زیاته کړې، د طالبانو جګړه له دولت سره ده او دا پلاوی دولت تنظیم او اعلان کړی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي« د مذاکرې د مقابل لوري په چارو کې مداخله غیر اصولي او له تمې لرې ده.»

طالبان پر داسې مهال له دغه پلاوی سره مخالفت ښيي، چې امریکا، ناټو او اروپايي ټولنې هم د حکومت له خوا د اعلان شوي پلاوی هرکلی کړی او دا یې د سولې پر لور یو مهم ګام بللی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي