۰

د حقاني شبکې خوشی شوی غړی بیا په کابل کې نیول شوی دی

پنجشنبه ۱۳ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۵
د سولې په پار د پنځه زره خوشي شویو طالب زندانیانو له ډلې څخه د حقاني شبکې یو غړی د دوهم ځل لپاره په کابل کې نیول شوی دی.
د حقاني شبکې خوشی شوی غړی بیا په کابل کې نیول شوی دی
د سولې په پار د پنځه زره خوشي شویو طالب زندانیانو له ډلې څخه د حقاني شبکې یو غړی د دوهم ځل لپاره په کابل کې نیول شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا خبر د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح نن پنشنبې د لیندۍ ۱۳ مه د شپږنیمو تر امنیتي غوندې وروسته په خپره فسبوک پاڼه خپور کړی دی.

ښاغلي صالح زیاته کړې، چې ملي امنیت ځواکونو پلازمېنه کابل ښار کې د حقاني شبکې یو غړی نیولی دی.

نوموړي زیاته کړې دغه کس د هغه پنځه زره طالبانو له ډلې دي، چې څه موده وړاندې د حکومت له زندانونو آزاد شوي وو.

د ښاغلي صالح په وینا دغه کس شېر احمد نومېږي، چې د حقاني شبکې غړی دی او له خوشي کېدو وروسته یې بیا جګړې ته مخه کړې ده.

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، شېراحمد نوموړي طالب غوښتل، پلازمېنه کابل کې ترهګریز بریدونه تر سره کړي، چې د ملي امنیت ځواکونو له خوا ونیول شو.

په ورته وخت ښاغلی صالح وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې کابل کې اوه تنه نور وسله وال هم نیول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې ویل کېږي د حکومت له خوا د سولې په پار له خوشي شویو پنځه زره بندیانو څخه زرګونه هغه یې بېرته د جګړې ډګر ته ستانه شوي په داسې حال کې، چې له حکومت سره یې ژمنه کړې وه، چې بیا به جګړه نه کوي.

ځینې ناتایید شوي راپورونه وايي، له دغه خوشي زندانیانو چې بېرته یې جګړې ته مخه کړې وه، سلګونه هغه د کندهار او هلمند په جګړو کې وژل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي