د طالبانو د قطر سیاسي دفتر مشر ملاعبدالغني برادر یو ځل بیا له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو پر وتلو ټینګار کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د خبر له مخې ملا برادر له پي بي اس تلوېزیوني چینل سره مرکه کې ویلي، چې امریکا افغانستان ته په راتګ لویه تېروتنه وکړه.
دی وايي، افغانستان ته د امریکایانو د راتګ یو لامل د اسامه بن لادن له منځه وړل و چې اوس هغه نشته دی او دوی مجبور دي چې له خپلې خاورې څخه دفاع وکړي.
نوموړي زیاته کړې، که چېرې د امریکا مداخله نه وای نو په افغانستان کې به روان تاوتریخوالی هېڅکله نه و رامنځته شوی.
ملابرادر کورنیو ستونزو ته په اشارې زیاته کړې امریکا دې و وځي، طالبان له افغان حکومت سره هوکړې ته رسېدلی شي.
هغه د ښځو حقونو ته په اشارې ویلي، دوی به ښځو ته ټول هغه حقوق ورکړي چې په اسلام کې ورته ورکړل شوي دي او که چېرته هغوی د کار کولو غوښتنه وکړي نو د اسلام د مقدس دین په رڼا کې به ورته دا اجازه هم ورکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل