۰

سهیل شاهین: د ټول شموله اسلامي حکومت د جوړولو په اړه مذاکرات پيلوو

دوشنبه ۲۵ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۲۹
د طالبانو د قطر دفتر غړي سهیل شاهین وايي، په افغانستان کې د ټول شموله اسلامي حکومت د جوړولو لپاره مذاکرات پیلوي.
سهیل شاهین: د ټول شموله اسلامي حکومت د جوړولو په اړه مذاکرات پيلوو
د طالبانو د قطر دفتر غړي سهیل شاهین وايي، په افغانستان کې د ټول شموله اسلامي حکومت د جوړولو لپاره مذاکرات پیلوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې شاهین له اسوشټېډ پرېس خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، دمګړی یې ټول تمرکز پر دې دی چې په کابل ښار کې د خلکو، عزت، ناموس او شتمني وساتي او ژر تر ژره ټول وضعیت کنټرول کړي.

نوموړي زیاته کړې،  دوی په افغانستان کې د واک د انحصار په فکر کې نه دي او د یوه همه شموله، خلاص اسلامي حکومت د جوړولو لپاره له ټولو افغاني جهتونو سره خبرو ته ادامه ورکوي.

دی وايي، دوی په کابل ښار کې د ټول وضعیت کنټرول ته پام اړولی دی او اجازه به ور نه کړي چې دلته د خلکو سر او مال ته خطرونه متوجه شي.

بلخوا د قطر دفتر ویاند ډاکټر نعیم بیا په یوه مرکه کې ویلي چې په افغانستان کې نور جګړه پای ته رسېدلې ده او د خلکو ژوند ته هېڅ راز خطر متوجه نه دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي