د بهسودو ولسوالۍ د هزاره قوم ځايي سرچينې وايي، وسله والو کوچيانو د طالبانو په ملاتړ د بهسودو ولسوالۍ د "اجم درد" پر کلي بريد کړى او محاصره يې کړې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، وسله والو کوچيانو دغه کلي چې د ثور له ١٣مې نېټې راهيسې د کوتل مالي يعقوب ته څېرمه پروت دى، محاصره کړى او د هغوى کروندې يې په تراکتورونو ويجاړې کړې دي.
سرچينه وايي، دغه کوچيان د "جانخېل" په قوم پورې اړه لري او د "اجم بيان" کلي اوسېدونکو د ځمکې د ملکيت دعوه کړې ده.
دوی د دې کلي اوسیدونکي هم اړ کړي دي چې د دې کلي د ځمکو په بدل کې شل کلن جواز ورکړي.
ویل کیږي چې د طالبانو د واکمنۍ په لومړي پړاو کې همدغو کوچیانو د ګردېز په کلي یرغل وکړ او ۳۰ کورنۍ یې په زوره بې ځایه کړې.
دا په داسې حال کې ده، چې د بشري حقونو د راپورونو پر بنسټ، وروسته له هغه چې طالبانو پر افغانستان واک تر لاسه کړ، د هزاره ګانو په ګډون قومي اقلیتونه د کوچیانو تر فشار لاندې کډه کولو ته اړ شول.
جمهور خبري آژانس