د طالبانو د ډلې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د ترکیې د سفارت له مشر جنګ اونال سره وکتل او له اسرائیلو سره یې د ترکیې د سوداګریزو اړیکو د پرې کولو د پرېکړې ستاینه وکړه.
د طالبانو د ډلې د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد نن یکشنبې د غوایي ۱۶ مه په خپله ویب پاڼه لیکلي، چې امیر خان متقي له اسرائیلو سره د ترکیې له خوا د سوداګریزو اړیکو د پرې کولو له پرېکړې مننه کړې ده.
متقي له ترکيې سره يې د لاجورد لارې د سوداګرۍ پر پيل، د افغان-ترک سوداګرو په ګډو هڅو د ترکيې او افغانستان د ګډو نندارتونونو پر جوړولو خبرې کړې دي.
د ترکیې د سفارت مشر جینګ اونال ویلي، چې په راتلونکو څو ورځو کې به کابل ته د ترکش ایرلاین الوتنې پیل شي.
جمهورخبري آژانس