د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر غړی سهیل شاهین وايي، طالبان ژمن دي، چې ښځې له خپلو حقونو نه بې برخې کېږي، خو امریکا د لاسوهنه نه کوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي شاهین په تازه څرګندونو کې په راتلونکي حکومت کې د ښځو پر حقونو ټینګار کړي، خو زیاته کړې یې ده، چې امریکا دې د افغانانو د فرهنګ د تغیرولو له هڅې لاس په سر شي.
ښاغلي شاهین له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي، ښځې د اسلامي حجاب په مراعتولو سره کولی شي کار او تحصیل وکړي خو ټینګار یې کړی دی چې امریکا د افغانانو د فرهنګ د بدلون هڅه کوي او دوی به یاد هېواد ته د افغانانو په چارو کې د لاسوهنې اجازه ورنه کړي.
نوموړي ویلي، امریکا دې د افغانانو د فرهنګ د تغیرولو پر ځای د دواړو هېوادونو ترمنځ رغنده همکاریو ته زمینه برابره کړي.
دغه طالب چارواکي زیاته کړې، دوی له اسلامي حجاب پرته د ښځو له کار او تحصیل سره مخالف دي خو د اسلامي اصولو په چوکاټ کې به په راتلونکي دولت کې د ښځو حقونه په هیڅ ډول تر پښو لاندې نه شي.
جمهورخبري آژانس:کابل