۰
سهیل شاهین:

امریکا د سولې هوکړې په لاسلیک کې خنډونه جوړوي

شنبی ۱۲ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۵۱
د طالبانو د قطر سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په تازه څرګندونو کې ویلي، چې دوی د سولې تړون د لاسلیک لپاره چمتو دي، خو امریکا په دې برخه کې خنډونه جوړوي.
امریکا د سولې هوکړې په لاسلیک کې خنډونه جوړوي
د طالبانو د قطر سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په تازه څرګندونو کې ویلي، چې دوی د سولې تړون د لاسلیک لپاره چمتو دي، خو امریکا په دې برخه کې خنډونه جوړوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې شاهین له امریکا غږ انګلیسي څانګې سره خبرو کې ټینګار کړي، چې دوی د سولې هوکړې د لاسلیک لپاره پوره چمتوالی نیولی، خو د امریکا کړنې دغه پروسه کې د خنډ لامل دي.

دی وایي، طالب لوري ژمنه کړې، چې د سولې هوکړې د لاسلیک پر مهال به امن فضا او د امریکايي ځواکونو وتلو ته زمینه برابروي.

خو په خبره یې امریکا له دوی لا ډېرې غوښتې لري، او دغه پلمې د سولې هوکړې د لاسلیک لپاره خنډ شوې دي.

شاهین د امریکا د غوښتنو په اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو تر دې وړاندې ویل کېدل، چې امریکا له طالبانو د اوربند او تاوتریخوالي کمولو مودې د غځولو غوښتنه کړې، چې طالبانو ورسره نه ده منلې او په دې اړه یې د خپلو مشرانو سره سلا مشورې پیل کړې دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې د امریکا له دغه غوښتنو وروسته قطر کې د دواړو لورو تر منځ خبرې هم درېدلې، خلیلزاد بروکسل او وروسته پاکستان ته تللی او طالب استازي هم له خپلو مشرانو سره په سلا مشورو بوخت دي.

ځینې سرچینې دا هم وايي، چې د طالبانو مشرتابه د تاوتریخوالي کمولو مودې په غځولو کې هم امریکا ته شین څراخ ورکړی او ښايي روانه اوونۍ د دواړو لورو تر منځ خبرې بیا پیل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي