۰

د روسیې ولسمشر: موږ نغواړو اورپايي ټولنه و وېشو

سی شنبه ۱۵ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۴۷
د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، مسکو د اروپايي ټولنې په کمزوره کولو کې کومه لېوالتیا نه‌ لري او نه یې هم د کمزوري کولو هڅه کوي.
د روسیې ولسمشر: موږ نغواړو اورپايي ټولنه و وېشو
د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، مسکو د اروپايي ټولنې په کمزوره کولو کې کومه لېوالتیا نه‌ لري او نه یې هم د کمزوري کولو هڅه کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پوتین دغه څرګندونې ولسمشرۍ ته تر رسېدو وروسته د لومړي ځل له پاره اورپا ته د سفر په درشل کې کړې دي.

هغه په مسکو کې اتریشي رسنیو ته ویلي« موږ نه‌غواړو اروپايي ټولنه و وېشو.»

ټاکل شوې، چې پوتین نن سه شنبې د غبرګولي ۱۵ مه اترش ته سفر وکړي او د دغه هېواد له مشرانو سره پر یو لړ مسایلو خبرې اترې وکړي.

ویل کېږي، چې له اتریشي چارواکو سره به د پوتین خبرې ترې ډېره د اوکراین د ختیځ په شخړه کې د روسيې د رول او پر مسکو د اروپايي ټولنې د بندیزونو باندې راڅرخي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي