۰

د روسیې او پاکستان مشرانو پر افغانستان خبرې کړې دي

چهارشنبه ۲۴ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۱۳:۱۲
د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره د افغانستان په اړه غږېدلی دی.
د روسیې او پاکستان مشرانو پر افغانستان خبرې کړې دي
د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره د افغانستان په اړه غږېدلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې راپورونه وايي، دواړو په افغانستان کې پر روان وضعیت، امنیتي مسایلو او له افغانانو سره پر بشر دوستانه مرستو خبرې کړې دي.

د روسیې ولسمشر ویلي، دوی په ټوله سیمه کې د دایمي امنیت او سولې غوښتونکي دي او په دې برخه کې د سیمې د هېوادونو همکاري اړینه ده.

دغه راز ټینګار شوی چې باید له افغانستان سره بشردوستانه مرستې ادامه ولري او په دغه هېواد کې دې د روان بشري ناورین د پراختیا مخنیوی وشي.

پوتین او خان پر داسې مهال له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو په اړه خبرې کوي، چې نړیوالې ټولنې پرون په جینوا کې له افغانستان سره د څه باندې یو میلیارد ډالرو مرستې اعلان وکړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي