۰
پوتین او مودي:

په افغانستان کې دې په رښتینې مانا ټولو ګډونه حکومت رامنځ ته شي

سی شنبه ۱۶ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۰۷
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هند ته په رسېدو د دغه هېواد له لومړي وزیر نریندرا مودي او نورو چارواکو سره د افغانستان په اړه مفصلې خبرې کړې دي.
په افغانستان کې دې په رښتینې مانا ټولو ګډونه حکومت رامنځ ته شي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هند ته په رسېدو د دغه هېواد له لومړي وزیر نریندرا مودي او نورو چارواکو سره د افغانستان په اړه مفصلې خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پوتین پرون دوشنبې د لیندۍ ۱۴ مه نوي ډهلي ته ورسېده او له هندي چارواکو سره یې د بحث تر ټولو مهمه موضوع افغانستان و، چې تر ناستې وروسته یې یوه ګډه اعلامیه هم خپره کړه.

په دې ګډه اعلامیه کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، دوی په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت ملاتړي دي او د دې تمه لري چې په رښتینې مانا یو ټولشموله حکومت رامنځ ته شي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین همدا راز ویلي، دلته یې د بشري حقونو، اقلیتونو او ټولو قومونو د بشري حقونو پر ساتلو او تامین هم خبرې کړې دي.

په ورته وخت کې د هند لومړي وزیر هم ویلي، دوی د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه اندېښنه لري او تمه لري چې ژر تر ژره په دغه هېواد کې دایمي ثبات رامنځ ته شي.

دواړو لورو ټينګار کړی چې په افغانستان کې به د بشردوستانه مرستو په برخه کې همکاري کوي او د دغه هېواد په اړه به یې خبرې او تماسونه دوام لري.

روسیې او هند ټینګار کړي، چې د افغانستان ارضي تمامیت او خپلواکۍ ته درناوی لري او د دغه هېواد په کورنیو چارو کې مداخله نه کوي.

په ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې افغانستان دې د سیمې د پرمختګ وسیله شي او تمه لري چې د دغه هېواد له خاورې د سیمې د هېوادونو پر ضد کار وا نه خیستل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي