۰

پوتین: تمه ده پاکستان د افغانستان په اړه همکاري راسره وکړي

چهارشنبه ۲۴ حمل ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۴۴
د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین د پاکستان له نوي لومړي وزیر سره خبرو کې له پاکستانه د افغانستان په تړاو د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
پوتین: تمه ده پاکستان د افغانستان په اړه همکاري راسره وکړي
د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین د پاکستان له نوي لومړي وزیر سره خبرو کې له پاکستانه د افغانستان په تړاو د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي پوتین د پاکستان نوي لومړي وزیر شهباز شریف ته د مبارکی ویلو په خاطر تلېفون کړی او مبارکي یې ورکړې ده.

پولیس تمه ښودلې، چې د پاکستان نوی لومړی وزیر به وکولی شي له روسیې سره د پاکستان نېږدې اړیکي وساتلي.

دغه راز پوتین دا هم زیاته کړې، چې د پاکستان او روسیې ترمنځ باید د افغانستان په تړاو همکاري موجوده وي خو دا یې مشخصه کړې نه ده چې څه ډول همکاري.

د روسیې ولسمشر پوتین  ټینګار کړی چې په سیمه کې باید د ترهګرو پر وړاندې هم ګډه مبارزه وشي.

پوتین داسې مهال د پاکستان نوي لومړي وزیر ته مبارکي وایي، چې ویل کېږي پخوانی لومړی وزیر عمران خان له پوتین سره د نږدې اړیکو لرلو له امله له دندې ګوښه کړل شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي