پوتین: تمه ده پاکستان د افغانستان په اړه همکاري راسره وکړي

24 حمل 1401 ساعت 9:44

د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین د پاکستان له نوي لومړي وزیر سره خبرو کې له پاکستانه د افغانستان په تړاو د همکارۍ غوښتنه کړې ده.


د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین د پاکستان له نوي لومړي وزیر سره خبرو کې له پاکستانه د افغانستان په تړاو د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي پوتین د پاکستان نوي لومړي وزیر شهباز شریف ته د مبارکی ویلو په خاطر تلېفون کړی او مبارکي یې ورکړې ده.

پولیس تمه ښودلې، چې د پاکستان نوی لومړی وزیر به وکولی شي له روسیې سره د پاکستان نېږدې اړیکي وساتلي.

دغه راز پوتین دا هم زیاته کړې، چې د پاکستان او روسیې ترمنځ باید د افغانستان په تړاو همکاري موجوده وي خو دا یې مشخصه کړې نه ده چې څه ډول همکاري.

د روسیې ولسمشر پوتین  ټینګار کړی چې په سیمه کې باید د ترهګرو پر وړاندې هم ګډه مبارزه وشي.

پوتین داسې مهال د پاکستان نوي لومړي وزیر ته مبارکي وایي، چې ویل کېږي پخوانی لومړی وزیر عمران خان له پوتین سره د نږدې اړیکو لرلو له امله له دندې ګوښه کړل شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 149610

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/149610/

جمهور
  https://www.jomhornews.com