۰

د کابل خوشحال خان کې څو تنه انسان تښتوونکي وژل شوي

دوشنبه ۲۰ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۴۳
اسلامي امارت وايي، امنیتي ځواکونو پلازمېنه کابل کې څو تنه انسان تښتوونکي چې د یو چا د تښتونې قصد یې درلود له منځه وړي دي.
د کابل خوشحال خان کې څو تنه انسان تښتوونکي وژل شوي
اسلامي امارت وايي، امنیتي ځواکونو پلازمېنه کابل کې څو تنه انسان تښتوونکي چې د یو چا د تښتونې قصد یې درلود له منځه وړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امارت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې دغه انسان تښتونکي د کابل ښار د پنځمې حوزې اړوند خوشحال خان مینه کې له منځه وړل شوي دي.

نوموړي ویلي، چې امنیتي ځواکونو څو تنه انسان تښتونکي له منځه وړي، خو دا چې څو تنه وو، کره معلومات یې نه دي ورکړي.

په ورته وخت کې د یادې سیمې اوسېدونکو پر خواله رسنیو ویلي، چې تېره شپه څو ساعته نښته د دوی په سیمه کې روانه وه.

کابل کې دا انسان تښتوونکي پر داسې مهال له منځه وړل کېږي، چې پرون په هرات کې د انسان تښتونې او یوه صراف د قتل پېښې رامنځ ته شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي