۰
اسلامي امارت:

د راتلونکي کال بودجه چمتو شوې، ټوله به د پرمختګ برخه کې ولګول شي

شنبی ۲۵ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۱۶
د افغانستان اسلامي امارت وايي، د لومړي ځل لپاره د افغانستان بودجه له بهرني تمویل پرته له کورنیو عوایدو چمتو شوې ده.
د راتلونکي کال بودجه چمتو شوې، ټوله به د پرمختګ برخه کې ولګول شي
د افغانستان اسلامي امارت وايي، د لومړي ځل لپاره د افغانستان بودجه له بهرني تمویل پرته له کورنیو عوایدو چمتو شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د امارت چارواکو نن شنبې د زمري ۲۵ مه کابل کې د مالیاتي اوونۍ پرانست غونډه کې وکړې.

د رییس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي خلکو ته ډاډ ورکړ چې د دوی پیسې به نه ضایع کېږي او په وینا یې حکومت به هڅه وکړي چې د ملت پیسې د اقتصادي پرمختګ په برخه کې ولګول شي.

د اسلامي امارت مسوولین وايي هڅه یې دا ده چې د عوایدو په راټولونه کې پوره شفافیت رامنځته کړي.

د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر ملا خیرالله خیرخوا غونډه کې د وینا پر مهال پر ولس غږ وکړ، چې د غرب د تبلیغاتو تر اغېز لاندې رانشي، بلکې صبر وکړي او خپل مالیات ورکړي.

نوموړي و ویل، چې اسلامي امارت د خلکو د اقتصادي وضعیت د ښه کولو لپاره جدي اقدامات تر لاسه لاندې نیولي او تمه ده، چې په عملي کولو سره یې افغانان له نړیوال احتیاج څخه خلاص شي.

د دغه وزارت مرستیال او د اسلامي امارت عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد بیا په غونډه کې پر هېوادوالو غږ وکړ، چې په ټاکلي وخت مالیه اړونده ادارو ته ورکړي.

ښاغلي مجاهد ټينګار وکړو چې دا د ټولو مشترکه دنده او مسوولیت دی چې د مالیې د ورکړې او د اقتصادي ښیرازۍ لپاره کار وکړو.

نوموړي و ویل،هېوادوال باید د خپل هیواد د اقتصادي پرمختګ لپاره د مالیې په ورکولو کې ناغیړي ونه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي