۰

د طبعي پېښو لپاره بشر چمتوالی نیول شوی دی

چهارشنبه ۱۵ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۲۰
د افغانستان اسلامي امارت وايي، حکومت د طبیعي پېښو پر وړاندې بشپړ تیاری لري او له خلکو سره د مرستو لپاره یې سیمه ییزو ادارو ته اړینې لارښوونې کړې دي.
د طبعي پېښو لپاره بشر چمتوالی نیول شوی دی
د افغانستان اسلامي امارت وايي، حکومت د طبیعي پېښو پر وړاندې بشپړ تیاری لري او له خلکو سره د مرستو لپاره یې سیمه ییزو ادارو ته اړینې لارښوونې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي په برخه کې د دولت وزارت چارواکو ویلي، په افغانستان کې د سختو ورښتونو او سخت ژمي وړاندوینه شوې ده نو دوی له اړتیا سره سم ټولو ولایتونو ته مرستې او اړین توکي لېږلي دي.

سرچینه وايي له اړمنو سره به پر وخت مرستې کوي او همدا راز به پر وخت د بندو لارو د خلاصولو او سړکونو د پاکولو لپاره اقدام کېږي.

یاد وزارت زیاته کړې، بشړ چمتووالی لري خو تر څنګ یې له مرستندویه موسسو هم غواړي چې له افغانانو سره په دې سختو شرایطو کې مرستې وکړي او له خلکو یې هم غوښتي چې خپل اړین تدابیر ولري او له یو بل سره له شته امکاناتو په استفادې مرسته وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي