۰

افغان مرکچي پلاوی له دوحې بېرته کابل ته راځي

دوشنبه ۲۴ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۲۳
دوحه کې له طالبانو سره د افغان حکومت مرکچي پلاوی له حکومتي او سیاسي مشرانو سره د سلا مشورو لپاره بېرته کابل ته راځي.
افغان مرکچي پلاوی له دوحې بېرته کابل ته راځي
دوحه کې له طالبانو سره د افغان حکومت مرکچي پلاوی له حکومتي او سیاسي مشرانو سره د سلا مشورو لپاره بېرته کابل ته راځي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پلاوی وايي، کابل ته یې د سفر موخه له مشرانو سره سلا مشورې او د پاتې مذاکراتو ګړندي کول دي.

د دولت د مرکچي پلاوې غړې حبیبه سرابي پرون یکشنبې د لیندۍ ۲۳ مه په یوه غیز پیغام کې رسنیو ته ویلي، دوی هڅه کوي، چې د مذاکراتو پاتې پروسه په چټکۍ سره مخ ته لاړه شي.

نوموړي زیاته کړې، چې له طالب پلاوی پر اصلي مذاکراتو او اجنډا تر توافق وروسته تر اوسه پورې پر اجنډا بحث شوی او دا هغه اساسي موضوعات دي چې د دولت له رهبرۍ او سیاسي قشر سره سلا مشورو ته اړتیا لري.

هغې دا هم رد کړې، چې ګڼې دواړه پلاوي په رخصتیو تللي بلکې په وینا یې دوی د رخصتۍ لپاره نه بلکې د سلا مشورو تر لاسه کولو لپاره بېرته کابل ته ځي.

مېرمن سرابي ویلي« هیئت د رخصتۍ لپاره نه، بلکې د مشورو ترلاسه کولو، د ګډ نظر د ایجاد، دغه‌راز د ټولو اړخونو د ګډ نظر اخیستو لپاره کابل ته ځي او د سولې پاتې پروسه به د مشرانو د لیدلوري او مشورو په رڼا کې په وړ سرعت سره مخ ته یوسو.»

د افغان دولت د مرکچي پلاوی غړې مېرمن سرابي وايي زیات تمرکز پر دې دی، چې په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسېږي او پر اوربند موافقه وشي.

د یادونېد ه، د دولت او طالبانو مذاکره کوونکو ویلي چې تر درېیو اوونیو وروسته به خپلې مذاکرې بېرته پیل کړي.

باید و ویل شي، چې د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاویو تر منځ درې میاشتې وړاندې دوحه کې د سولې خبرې پیل شوې، چې تر ډېره یې د اجندا پر ټاکلو او اصولو اختلاف و او بالاخره دغه اختلاف کابو یوه میاشت وړاندې حل او خبرې پیل شوې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي