۰
کابلوف:

د سیمې هېوادونه د افغان قانوني حکومته ملاتړ کوي، افغانستان به بیا د جګړې په ډګر بدل نه شي

شنبی ۳ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۱۹
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیرکابلوف ویلي له سولې وروسته به افغانستان بیا د جګړې په ډګر بدل نه شي.
د سیمې هېوادونه د افغان قانوني حکومته ملاتړ کوي، افغانستان به بیا د جګړې په ډګر بدل نه شي
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیرکابلوف ویلي له سولې وروسته به افغانستان بیا د جګړې په ډګر بدل نه شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کابلوف دغه څرګندونې د امریکا، چین او اروپايي ټولنې له استازو سره پر افغان سوله تر ناستې او خبرو وروسته رسنیو ته کړې دي.

د امریکا، چین، روسیې او اروپايي ټولنې د استازو تر منځ له تېرو څو ورځو راهیسې واشنګټن کې خبرې روانې وې، چې نن پای ته رسېدلې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، څلور واړو خواو پر افغان سوله او په دغه هېواد کې د جګړو د پای ته رسېدو پر سر بحثونه کړي دي.

د ناستې ګډون کوونکو ویلي، دوی د افغانستان حکومت او د دغه هېواد ارضي تمامیت ته بشپړ درناوی لري او غواړي چې د سولې ټول موارد د قوانینو په چوکاټ کې پرمختګ وکړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دوی د سولې روانو خبرو ته هیله مندي ښودلې او د سولې د هر ډول هڅو ملاتړ یې کړی دی.

د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، دوی غواړي په افغانستان کې دایمي سوله او ثبات ټینګ کړي نو ځکه د سولې په برخه کې د اروپايي ټولنې، چین او روسیې همکاري اړینه بولي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړې استازي کابلوف تر دغه ناستې وروسته رسنیو ته ویلي، چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو حضور بې ګټې دی.

د هغه په وینا امریکايي ځواکونه وایي چې دوی په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد جګړه مخ ته وړي، خو د دوی په حضور کې ترهګرې ډلې پیاوړې شوې او جګړې تر پخوا تودې شوې دي.

د روسیې ځانګړي استازي ویلي، امریکا یوازې په سیمه کې د خپل نفوذ د ساتلو لپاره په افغانستان کې نظامي حضور غواړي، له دې ور هاخوا د دوی حضور د افغانستان امنیت ته هېڅ راز ګټه نه ده رسولې.

کابلوف ټینګار کړی، چې له افغانستان د امریکايي ځواکونو په وتلو او سولې تړون سره به دغه هېواد ته بېرته جګړه را و نه ګرځي.

نوموړي ویلي افغانستان به ځکه بیا جګړو ته ونه ګرځي، چې  د سیمې هېوادونه د دغه هېواد له قانوني حکومت ملاتړ کوي او د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د خبرو پلوي يو.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په ټینګار سره ویلي، چې د سولې خبرې دې یوې پایلې ته ورسول شي او امریکايي ځواکونه دې له افغانستان و وځي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي