د طبعي پېښو لپاره بشر چمتوالی نیول شوی دی

15 جدی 1400 ساعت 11:20

د افغانستان اسلامي امارت وايي، حکومت د طبیعي پېښو پر وړاندې بشپړ تیاری لري او له خلکو سره د مرستو لپاره یې سیمه ییزو ادارو ته اړینې لارښوونې کړې دي.


د افغانستان اسلامي امارت وايي، حکومت د طبیعي پېښو پر وړاندې بشپړ تیاری لري او له خلکو سره د مرستو لپاره یې سیمه ییزو ادارو ته اړینې لارښوونې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي په برخه کې د دولت وزارت چارواکو ویلي، په افغانستان کې د سختو ورښتونو او سخت ژمي وړاندوینه شوې ده نو دوی له اړتیا سره سم ټولو ولایتونو ته مرستې او اړین توکي لېږلي دي.

سرچینه وايي له اړمنو سره به پر وخت مرستې کوي او همدا راز به پر وخت د بندو لارو د خلاصولو او سړکونو د پاکولو لپاره اقدام کېږي.

یاد وزارت زیاته کړې، بشړ چمتووالی لري خو تر څنګ یې له مرستندویه موسسو هم غواړي چې له افغانانو سره په دې سختو شرایطو کې مرستې وکړي او له خلکو یې هم غوښتي چې خپل اړین تدابیر ولري او له یو بل سره له شته امکاناتو په استفادې مرسته وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 146435

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146435/

جمهور
  https://www.jomhornews.com