۰

د حکومت او طالبانو د تماس ډلو یو ځل بیا ناسته کړې

سی شنبه ۲۲ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۰۷:۴۴
د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاویو د تماس ډلو یو ځل بیا خپلو کې سره ناسته او خبرې اترې کړې دي.
د حکومت او طالبانو د تماس ډلو یو ځل بیا ناسته کړې
د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاویو د تماس ډلو یو ځل بیا خپلو کې سره ناسته او خبرې اترې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ناسته پرون دوشنبې د تلې ۲۱ مه له ماښام وروسته شوې ده، چې دواړو لورو یې پخلی هم کړی دی.

قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم وردګ وايي، د مرکچي پلاویو د تماس ډلو پرون له ماښام وروسته غونډه درلوده او پر پاتې اختلافي ټکو یې خبرې اترې کړي.

که څه هم ډاکتر نعیم د خبرو په اړه نور جزیات نه دي خو وايي په دغه ناسته کې دواړو لورو پر دې توافق کړی، چې د اختلافي ټکو د حل لپاره به ناستې دوام ولري.

ډاکتر نعیم ویلي، تر دغه ناستې څو ورځې وړاندې هم دواړو لورو سره لیدلي او ناستې یې کړې دي.

دا ناسته له هغې وروسته تر سره کېږي، چې پرون د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د دواړو لورو سره لیدلي دي.

دوحه کې مېشت خبریالان پرون ویلي و، خلیلزاد دواړه لوري هڅوي، چې ژر تر ژره د مذاکراتو پر تګلاره توافق وکړي.

د یادونې ده، چې دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې له یوې میاشتې راهیسې پیل شوې خو تر اوسه د خبرو پر اجنډا او کاري اصولو توافق ته نه دي رسېدلي.

د دې تر څنګ چې قطر کې د سولې خبرې پیل شوې، افغانستان کې جګړو زور اخیستی او د دواړو لورو د مرګ ژوبلې تر څنګ یې سلګونه ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله اړولې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي