په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د قطر هوايي شرکت دویمه الوتکه چې طبي وسایل په کې بار وو، د کابل پر نړیوال هوايي ډګر کښېناستلې.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سازمان پرون سه شنبې د وږي ۲۳ مه په یوه ټویټ کې ویلي، له دغو وسایلو سره په افغانستان کې د یو میلیون کسانو روغتیايي اړتیاوې پوره کېږي.
د روغتیا نړیوال سازمان د قطر مننه کړې چې خپلو بشردوستانه مرستو ته یې دوام ورکړی دی.
تر دې مخکې د پنجشنبې او جمعې په ورځو د کابل له نړیوال هوایي ډګره د قطر د هوایي شرکت چارټر الوتنو کې شااوخوا ۴۰۰ کسان وایستل شول.
جمهورخبري آژانس:کابل