په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د ستونزو جوړلو یو ځل بیا نړیوال اندېښمن کړي او له طالبانو یې غوښتي، چې د بیان آزادۍ او د رسنیو فعالیت ته درناوی وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نړیوالو او امریکا دا اندېښنې وروسته له هغې ښودلې، چې اسلامي امارت د طلوع تلوېزیون درې کارکوونکي ونیول.
که څه هم طالبانو د طلوع خصوصي ټلوېزیون وروستی ژورنالېست هم پرون خوشې کړ، خو په افغانستان کې د رسنیو د فعالیت او د بیان د ازادۍ په اړه اندېښنې پر ځای پاتې دي.
طلوع پر ټویټر تأیید کړې ده چې د دې ټلوېزیون د خپرونو چلوونکی بهرام امان خوشې شوی دی.
د طالبانو د حکومت استخباراتو مخکې له دې د یادې رسنۍ د خپرونو مسؤل خپلواک ساپی او حقوقي مشاور هم نیولي او بېرته یې خوشې کړي وو.
د افغانستان لپاره په قطر کې دېره د امریکا سفارت شارژدافیر یان مککېري ویلي، امریکا له طالبانو غوښتي چې د خبریالانو نیول او وېرول بند کړي.
مککېري زیاته کړې، متحده ایالات له ملګرو ملتونو سره د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د نیولو او د هغوی د وېرولو په اندېښنه کې شریک دی.
د امریکا شارژدافیر وايي، دا کار له هغو ژمنو سره په تضاد کې دی چې طالبانو په خپلو څرګندونو کې کړې دي.
له دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یا یوناما هم پر ټویټر د دې خبریالانو پر نیولو اندېښنه ښکاره کړه او د هغوی د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنهیې وکړه.
جمهورخبري آژانس:کابل