یوناما په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې امنیتي ګواښونو باندې اندېښنه څرګنده کړې وايي، د رسنیو آزادي باید د سولې په خبرو کې د یوه اصل په توګ مطرح او وساتل شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کابل کې د یوناما مشر تدامیچي یاماماتو پرون دوشنبې د مرغومي ۳۰ مه کابل کې د یوې ناستې پر مهال ویلي، د رسنیو او د بیان د ازادي دا ایجابوي، چې د سولې د توافقنامې له لاسلیک وړاندې هر اړخیز بحث پرې وشي.
نوموړي زیاته کړې، چې افغانستان لا هم د خبریالانو لپاره خطرناک هیواد دی خو لا هم د خبریالانو خوندیتوب ته په کې لازمه پاملرنه نه ده شوې.
دا په داسې حال کې ده چې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وایي، تېر کال په افغانستان کې د ۲۰۱۸ میلادي کال په پرتله د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی دیارلس سلنه کم شوی.
جمهورخبري آژانس:کابل